GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د وزيراعظم عمران خان رياست مدينه او د اسلام تصور د تعليمات نبوي ﴿ص﴾ په رڼا كښې په موضوع نړيوال رحمت اللعاليمن كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د مدينه رياست په ماډل زور دې لپاره راوړم چې زمونږ ځوان نسل د خپل تاريخ نه خبر شي او زده كړه وكړي٬ حضور نبي كريم ﴿ص﴾ ځوانانو ته د زده كړې حكم كړے٬ زمونږ په تعليمي ادارو كښې د اسلام تاريخ په اړه نه ښودل كېږي ځكه ځوان نسل د خپل عظيم رول ماډلز نه خبر نه دي٬ كه مونږ ته عظيم جوړېدل دي نو د نبي كريم ﴿ص﴾ ژوند به رول ماډل جوړول وي٬ كه مونږ خپل بچي د تاريخ نه واقف نه كړل نو ستونزې به پېدا شي٬ مونږ ته د اسلامي طور د پرمختګ او تنزلې په اړه زده كړه كول وي٬ حضور نبي كريم ﴿ص﴾ د مدينې رياست بنياد په مېرټ او كردار ايښې و٬ هم دا وجه ده چې يو عام وګړې هم عظيم جوړ شو٬ زمونږ نبي كريم ﴿ص﴾ يو عظيم لارښود و٬ د هغه نوم به تل سربلند وي٬ د رياست مدينه مقصد پېسه يا طاقت نه و بلكې هر څه انسانيت و۔ وزيراعظم دا خبرې د اتوار په ورځ رياست مدينه او د اسلام تصور د تعليمات نبوي ﴿ص﴾ په رڼا كښې په موضوع نړيوال رحمت اللعاليمن كنفرنس په خپله وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې زيات ژوند مې بهر تېر كړے۔ ده ووئيل چې ما به يوازې د والد صاحب په وېنا د جمعې او اختر لمونځ ادا كولو٬ د دې نه علاوه زما نور ايمان نه و۔ ده ووئيل چې په مسلمان كورنې كښې د پېدا كېدو په وجه زه هم مسلمان وم۔ ما د خپل ژوند د تجربې نه زده كړه وكړه او دې ريښتيا ته ورسېدم بايد د انسان په ژوند كښې يو رول ماډل وي٬ ژوند سره سره دا رول ماډل بدلېږي رابدلېږي خو بايد د مسلمانانو رول ماډل د حضور نبي كريم ﴿ص﴾ ذات او رياست مدينه وي۔ ده ووئيل چې په ښه ښه ادارو كښې مې زده كړې كړې دي خو مونږ ته نه دي وئيلي شوي چې بايد زمونږ رول ماډل نبي كريم ﴿ص﴾ وي۔ ده ووئيل چې ماشومانو ته خو معلومه نه وي خو زمونږ په تعليمي ادارو كښې هم مونږ خپل عظيمو كردارونو سره نه شو معرفي كول كېدے۔ وزيراعظم ووئيل چې د ټولټاكنو نه وړاندې مې داسې خبرې نه كولې چې دغسې خلق نه ونه وائي چې ووټ لپاره دا خبرې كوي خو په ټولټاكنو كښې د كاميابې نه پس ما د رياست مدينه خبره وكړه ځكه كه انسان ته عظيم جوړېدل دي نو هغه ته به نبي كريم ﴿ص﴾ رول ماډل جوړول وي۔ ده ووئيل چې د نبي كريم ﴿ص﴾ په چاپېرچل كښې چې څومره كسان هم و هغه ټول عظيم جوړ شول كوم چې په شروع كښې عظيم نه و او وجه ئې دا ده چې هغوي د نبي كريم ﴿ص﴾ حيات طيبه خپل رول ماډل جوړ كړو۔ ده ووئيل چې مونږ به په هېواد كښې د تعليم نظام سم كړو چې دغسې زمونږ ماشومانو ته معلومه وي چې زمونږ نبي كريم ﴿ص﴾ ټولنه څنګه بدله كړې وه۔ ده ووئيل چې كله په نړۍ كښې روم او اېران دوه لوي طاقتونه و او پكښې د عربو هېڅ حېثيت نه و نو د ډېر زر رياست مدينه د نړۍ مركز جوړ شو كومه چې يوه معجزه وه۔ ده ووئيل چې د نبي كريم ﴿ص﴾ د نړۍ نه پرده كولو نه يوازې شپږ كاله پس د نړۍ دواړه لوي طاقتونه د عربو په وړاندې ټيټ شول٬ مونږ ته په دې د پوهېدو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې دا هر څه د تاريخ برخه دي او د نبي كريم ﴿ص﴾ ژوند هم د تاريخ برخه دے چې په اړه به ئې مونږ ماشومانو ته ښودنه كول وي۔ ده ووئيل چې د كوم بل پېغمبر ژوند داسې د تاريخ برخه نه ده لكه څنګه چې زمونږ د نبي ﴿ص﴾ ژوند دے۔ ده ووئيل چې زمونږ په پوهنتونونو كښې په دې اړه د ريسرچ ضرورت دے۔ د مدينې د رياست په ماډل عمل كولو سره زر كاله مسلمانان د نړۍ عظيم قوم پاتې شوے او تر 7 سوه كاله لوي لوي سائنسدانان يوازې مسلمان وو خو چې كله مونږ د رياست مدينه د رول ماډل نه اخوا شو نو مسلمان وروستو پاتې شول۔ ده ووئيل چې په ننني دور كښې د موبائيل فون زيات شوے استعمال مونږ لپاره يو چېلنج دے ځكه كه مونږ خپل بچي د خپل تاريخ نه خبر نه كړل نو ستونزې به پېدا شي۔ هغوي ته به وئيل وي چې مونږ څنګه پرمختګ كړے و او زمونږ زوال ولې وشو۔ مونږ لپاره د لوېديز تهذيب او د دين اسلام مطالعه ضروري ده۔ علامه محمد اقبال هم وئيلي و چې كله مسلمانان د مدينې د رياست د اصولو نه لرې شول نو زوال ته لاړل۔ وزيراعظم ووئيل چې زما مشن دے چې مونږ د تعليم نظام داسې جوړ كړو چې زمونږ ماشومان پوهه شي چې هغه كوم كردار و كوم چې مسلمانانو ته ترقي وركړه۔ د انډونېزيا او مالېزيا خلق يوازې د مسلمان تجارانو كردار ليدلو سره مسلمان شوي وو۔ وزيراعظم ووئيل چې د اولس بنيادي ضروريات پوره كول د رياست ذمه واري او د رياست ذمه واري ده چې خلقو سره انصاف وشي او دوي آزادي ولري۔ ده ووئيل چې د ناانصافې په وجه په ټولنه كښې مېرټ ختم شي او ټولنه د نړۍ مقابله نه شي كولې۔ مونږ به د مدينې رياست په اصولو عمل كولو سره هېواد ته ترقي وركوو۔ ده ووئيل چې د هېواد په كرپټ نظام كښې هر ځائ مافياز موجود دي او مونږ ته به د هڅو د لارې دوي ته ماتې وركول وي چې دغسې هېواد پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل چې خلق وائي چې په ما كښې رحم نشته۔ وزيراعظم ووئيل چې هېواد لوټ كوونكي څنګه معاف كولې شم ځكه چې دوي د اولس پېسه غلا كړې٬ دوي يوازې اولس معاف كولې شي۔ دا د نه كولو په وجه وائي چې په ما كښې رحم نشته۔ ده ووئيل چې رحم خو كمزور٬ غريب٬ پاتې طبقې٬ معذور٬ يتيمانو او كونډو لپاره وي٬ په ډاكوانو څوك رحم كوي۔ ده ووئيل چې كمزورې طبقې زمونږ د ټولو ذمه واري ده او په دې اړه اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې مونږ تر ټولو زيات خېرات خو ټېكس كم وركوو۔ كه رياست سره پېسه نه وي نو د اولس د خېر ښېګړې كار به څنګه كېږي۔ مونږ ته به ټېكس وركول وي۔ وزيراعظم قوم ته ووئيل چې خپل ځان دې بدل كړي چې دغسې مونږ عظيم قوم جوړ شو۔ ده ووئيل چې څنګه د رياست او وګړو ذمه واري وي هم داسې د علما كرامو هم ذمه وارې وي او د دوي ذمه واري ده چې هغه د رياست مدينه په ماډل د اسلامي فلاحي رياست په جوړولو كښې زمونږ لارښونه وكړي۔ ده ووئيل چې په اسلام كښې د عالم ډېره لويه درجه ده او زه غواړم چې زمونږ علماكرام په دې اړه زمونږ مرسته وكړي۔ ده ووئيل چې پاكستان٬ تركيې او مالېزيا پرېكړه كړې چې اسلامي تاريخ په ډاګه كولو لپاره به په ګډه كار كوي او مونږ بهه خپل ځوان نسل د اسلامي اتلانو نه خبرولو لپاره فلمونه جوړوو۔ ده ووئل چې د لوېديزو په عروج كښې هم د مدينې د رياست پېروي شامله ده او نن هم په لوېديزو هېوادونو كښې د مدينې د رياست په اصولو عمل كولې شي او د دې په وجه ئې پرمختګ كړې۔ مونږ ته به هم خپل د لاسه وركړې مقام بېرته ترلاسه كول وي او پاكستان به په ريښتينې معنٰي يو اسلامي فلاحي رياست جوړول وي۔

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں